رومانیا ۱۴ کسان په کوم تور نیولي؟

 د رومانیا د لوی څارنوال دفتر ویلي چې د هغه هېواد په شمال کې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د پالنې مرکز د جرمني دحکومت په مرسته جوړ شوی و.

د رومانیا لویې څارنوالۍ ۱۴ کسان چې یوه جرمنۍ ښځه او مېړه هم په کې دي تورن کړل چې له ماشومانو یې د غلامانو په توګه کار اخیستی دی.

د رومانیا د لویې څارنوالۍ په وینا، دې وګړو د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ میلادي کلونو ترمنځ یوشمېر ماشومان او تنکي ځوانان چې د ۱۲ او ۱۸ کلونو ترمنځ عمرونو کې وو، د رومانیا په شمال کې په یوه کلي کې یوه روزنیز مرکز ته قاچاق کړي وو او شکنجه کول یې.

د رومانیا د لوی څارنوال دفتر ویلي چې د هغه هېواد په شمال کې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د پالنې مرکز د جرمني دحکومت په مرسته جوړ شوی و.

د رومانیا لویې څارنوالۍ د دې مرکز کارکونکي تر تقریباً ۷ میاشتو تحقیقاتو وروسته، د ماشومانو د اختطاف، د هغوی دا زادۍ د سلبولو او د پېسو سپینولو په تور محکمې ته معرفي کړل.