پوتین او زېلېنسکي د دویمې سرمشریزې او بندیانو تبادلې په اړه خبرې کړي

د اوکراین د ولسمشر د دفتر په وینا، هغوی په نورماندي کې د دویمې سرمشریزې پر جوړېدو او د بندیانو د تبادلې پر امکان غږېدلي دي.

د اوکراین او روسیې ولسمشرانو ولادېمير زېلېنسکي او ولادیمیر پوتین پرون ټېلیفوني خبرې وکړې.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر په وینا، هغوی په نورماندي کې د دویمې سرمشریزې پر جوړېدو او د بندیانو د تبادلې پر امکان غږېدلي دي.

د اوکراین دولسمشر د دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې هغوی د اوکراین په ختیځ ښار دونباس، په کرېمیا او روسیه کې د نیول شوو اوکرایني وګړو د خوشې کولو پر شرایطو بحث کړی دی.

کرېملن ویلي چې پوتین له زېلېنسکي پوښتنه کړې چې حکومت یې پلان لري چې د منسک د سولې موافقه چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې لاسلیک شوې، عملي کړي که نه؟

د کرېملن په وینا، پوتین ټینګار کړی چې د منسک د موافقې ټول مواد باید له هېڅ شرط او ځنډ پرته او په بشپړ ډول عملي شي.

روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کرېمیا ټاپووزمه اشغال او له ځان سره الحاق کړه.

له هغه راهیسې د اوکراین په ختيځ کې د روسیې پلویان بېلتون غوښتونکي د اوکراین د حکومت پر ضد جنګېږي چې نږدې ۱۳ زره وګړي په کې وژل شوي دي.