په لوګر کې ضبط شوي نشه‌یي مواد وسوځول شول

آرشیف

په لوګر ولایت کې څه د پاسه اووه ټنه نشه‌يي مواد وسوځول شول.

د لوګر والي محمد انور اسحاق‌زی وايي: "د لوګر ولایت پولیسو له ۱۳۹۶ هجري شمسي کال څخه نیولې بیا تر دې مهاله د دې ولایت په بېلا بېلو سیمو کې اووه ټنه او ۲۹۰ کیلوګرامه چرس، هیروئین، تاریاک، ښیښه او بېلابېل نشه‌یي مواد یې تر نیولو وروسته د دلوې میاشتې پر ۲۲ نېټه د دې ولایت په مرکز کې وسوځول."

د دې موادو د قاچاقو او ساتنې په تور څه د پاسه ۵۰ کسان د عدلي او قضايي ادارو له‌خوا په جزا باندې محکوم شوي دي.