ټرمپ: له طالبانو سره د سولې موافقې ته ښه چانس شته

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، داسې ورته معلومېږي چې له طالبانو سره په افغانستان کې د سولې موافقې ته د رسېدو ښه چانس شته.

ټرمپ له (ای هارټ راډیو) سره په مرکه کې دا خبره کړې ده.

ولسمشر ټرمپ پرون د فبرورۍ په ۱۳مه ویلي چې موافقې ته ډېر نږدې شوي او فکر کوي چې په راتلونکو دوو اوونیو کې به معلومه شي.

تر دې مخکې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې تر ګډون وروسته وویل چې له طالبانو سره پر دې طرحه چې اووه ورځې به تشدد کموي مذاکرې شوي او هیله لري چې دا به له طالبانو سره د موافقې لاسلیک ته زمینه برابره کړي.

مارک اسپر وویل: "زموږ طریقه دا ده چې سیاسي موافقه که د حل یوازنۍ لاره نه‌ده، حداقل تر ټولو ښه لاره ده. د یوې موافقې طرحه پر مېز راته پرته ده، موږ یې په دقت څېړو، موږ له خپلو متحدانو، کانګرس او نورو سره سلا کوو او زه فکر کوم چې سولې ته باید چانس ورکړل شي."

مارک اسپر ونه‌ویل چې د تشدد د کمولو په اړه شوی تفاهم به څه وخت عملي کېږي، خو د فرانسې خبري اژانس ته د طالبانو یوه چارواکي ویلي چې د جمعې له ورځې به‌یې عملي کوي.

د افغانستان ولسمشر د چهارشنبې په ورځ وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره‌يې ټیلیفوني خبرې کړي او فکر کوي چې د سولې لپاره په خبرو کې ښه پرمختګ شوی دی.