شاهین قول اردو: بلخ کې د وسله‌والو طالبانو یو مهم قوماندان وژل شوی

ارشیف، بلخ کې د شاهین قول اردو پوځي عملیات.

د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې په چمتال ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو یو مهم قوماندان، مولوي سردار محمد وژل شوی دی.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي پرون د فبرورۍ په ۱۳مه ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې پرون مازدیګر هوايي عملیات شوي دي.

محمد حنیف رضايي زیاتوي: "هوايي عملیات د چمتال په جر قلعه سیمه کې شوي دي چې د وسله‌والو طالبانو د پوځي کمېسون غړی، مولوي سردار محمد له ۸ نورو کسانو سره وژل شوی دی."

وسله‌والو طالبانو په دې اړه خبرې نه‌دې کړي.