د جرمني ولسمشر: ولس باید توکمیر تعصب او د یهودیت ضد فکر ونه‌لري

د جرمني ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر

د جرمني ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر وايي چې د جرمني ولس باید توکمیز تعصب او د یهودیت ضد فکر له سره وباسي.

فرانک والتر شتاین مایر پرون د فبرورۍ په ۱۳مه د نړیوالې جګړې پر مهال د متحده ځواکونو له‌خوا د جرمني پر درسدن ښار د بمبارد د ۷۵مې کلیزې په مناسبت دا خبرې کړې دي.

هغه مهال په درسدن کې ۲۵ زره کسان په بمبارد کې وژل شوي وو.

په درسدن کې د ښي اړخ افراطي افکارو پلویان زیات فعال دي.

د جرمني ولسمشر پرون وویل وېره لري چې ښايي د یهودانو ضد فکر او توکمیز تعصب لا هم د خلکو له ذهنه نه‌دی وتلی او سوکه سوکه د جرمني د خلکو په ورځني ژوند اغېز کوي او په ډیموکراتیکو ادارو کې ریښې غځوي.

د بریتانیا او امریکا د ځواکونو الوتکو په ۱۹۴۵ میلادي کال کې د فبرورۍ له ۱۳مې تر ۱۵مې ورځې پر درسدن بمبارد وکړ او په ښار کې یې داسې لمبې بلې کړې چې ۲۵ زره کسان په‌کې ووژل شوو.

د جرمني ولسمشر په پرونۍ وینا کې که له یوې خوا پر درسدن د بمبارد د قربانیانو د درناوي خبره وکړه له بله پلوه‌یې د دوهمې نړیوالې جګړې په تړاو د جرمني د مسؤلیت پر منلو ټینګار وکړ.