ولسمشر غني نن د جرمني په نړیواله امنیتي غونډه کې ګډون کوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به نن د فبرورۍ په ۱۴مه، د جرمني په مونشن ښار کې په نړیواله امنیتي غونډه کې ګډون وکړي.

ولسمشر غني پرون جرمني ته ولاړ.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني به د غونډې په څنډه کې له یو شمېر چارواکو سره د افغانستان د سولې پر بهیر هم خبرې وکړي.

روېټرز خبري اژانس ویلي چې ولسمشر غني به د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مايک پومپیو سره د امریکا او طالبانو د سولې پر موافقه خبرې وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي دفتر هم پرون وویل چې زلمی خلیل‌زاد جرمني ته تللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون جرمني ته په لاره کې خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره په خبرو کې په وروستیو ورځو کې مهم پرمختګ شوی دی.