ډایکندي کې واورې ښویېدو ۹ تنه وژلي

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د دایکنډي چارواکي وایې د واورې د ښویېدو له کبله په دې ولایت کې نهه تنه مړه شوي دي.

د پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دې ولایت رئیس اسدالله سروري نن ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښې په مهرامور ، سنګ تخت او اشترلي ولسوالیو کې شوې دي.

نوموړي وویل د واورې د ښویېدو په پېښو کې شپږ نور کسان ټپیان شوي او دوه تنه لادرکه دي.

د ښاغلي سروري په خبره دا پېښه مالي زیان هم لري، خو نور جزئیات‌یې نه‌دي ورکړي.