په ننګرهار کې ۱۱۵ جریبه ځمکه کې فارم جور شوی

د چرګانو فارم

په ننګرهار کې ۱۱۵ جریبه ځمکه کې د ۱۳ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د چرګانو روزنې، د چرګوړو د تولید او چرګانو ته د خوراکي توکو د تولید فارم جوړ شوی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل دا فارم د خصوصي شرکت له لوري جوړ شوی چې په هره میاشت کې ۶ لکه یو ورځني چرګوړي تولیدوي.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي چې له دې سره په خوا کې یې دغه فارم کې داسې ماشینونه ځای پر ځای شوي چې په یو ساعت کې ۱۵ ټنه د چرګانو د خوراکي توکو د تولید ظرفیت لري.

د چارواکو په وینا دا فارم د اوړي او ژمي په موسم کې ۱۰ میلیونه هګۍ بازار ته وړاندې کوي او شااوخوا ۱۰ زره کسانو ته‌یې د کار زمینه برابره کړې.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې به په زیاته کچه د چرګانو هګۍ او یو ورځني چرګوړي له ګاونډي هېواد پاکستانه راوړل کېدل.