امریکا د حافظ سعید د محکمولو په خاطر پاکستان وستایه

د لشکر طیبه سخت دریځې ډلې مشر حافظ سعید

د امریکا متحده ایالاتو پاکستان ستایلی چې د هند د ممبی ښار د خونړیو حملو مشکوک طراح‌یې په بند محکوم کړی دی.

په لاهور کې د ترورېزم ضد محکمې پرون چهارشنبه د لشکر طیبه سخت دریځې ډلې مشرحافظ سعید د ترورېزم د مالي تمویل په دوو قضیو کې پر ۱۱ کالو بند او ۳۰ زره روپیو چې څه کم ۲۰۰ امریکایي ډالره کېږي، نغدي جریمې محکوم کړ.

محکمې بل تورن، د سعید نږدې همکار مالک ظفر اقبال ته هم سزا واوروله.

د سعید مدافع وکیل عمران ګیل د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې مؤکل‌یې له یوې ممنوعه ترورېستي ډلې سره په لاس لرلو او د غیر قانوني ملکیت په درلودلو مجرم وپېژندل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د برخې جګپوړې ډیپلوماتې الېس ولز په یوه ټويټ کې د دغه اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د حافظ سعید او د هغه د همکار محکومول مخ په وړاندې یو مهم ګام دی چې اخیستل کېږي.

هغې ویلي دغه اقدام به له دې سره مرسته وکړي چې د سعید د لشکر طیبه سخت دریځه ډله د ترسره کړي جرم په خاطر مسؤله وبلل شي او د پاکستان لپاره به هم دا معني ولري چې دا هېواد د ترورېزم د مالي تمویل په وړاندې مبارزه کې خپلې نړیوالې ژمنې عملي کوي.

سعید د تېر کال په جولای میاشت کې ونیول شو او د یوه منع شوي سازمان لپاره د مرستو پر راټولولو تورن شو، هغه ویلي کوم جرم‌یې نه‌دی ترسره کړی.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه مهال په یوه ټویټ کې د سعید د نیول کېدو هرکلی کړی او ویلي و چې له ۱۰ کلونو پلټنې وروسته بالاخره هغه کس چې ټرمپ د ممبی د ترورېستي بریدونو اصلي طراح بللی په پاکستان کې ونیول شو.

سعید د لشکر طیبه ډلې چې متحده ایالاتو او هند د دغو حملو مسؤله بللې، بنسټ اېښودونکی دی.

د ممبی ۲۰۰۸ کال په حملو کې د امریکایانو په ګډون ۱۶۰ کسان وژل شوي و.