فېس‌بوک د روسیې او ایران دوه شبکې بندې کړې

ارشیف، پر فېس‌بوک محدودیت.

فېس‌بوک دوه شبکې پرون بندې کړې، یوې یې له روسیې، بلې یې له ایرانه فعالیت کاوه.

فېس‌بوک وایي چې دغو شبکو له استخباراتي چاینلونو سره رابطه لرله.

د فېس‌بوک شرکت د امنیتي تګلارې مشر ناتاینیل ګلیچر وویل، دغو شبکو د یوه حکومت یا یوه بهرني لپاره فعالیت کاوه.

د روسیې شبکې هدف اوکراین او د روسیې ګاونډیان و او د ایران شبکه تر ډېره د امریکا متحده ایالاتو ته متوجې وه.

فېس‌بوک ویلي دي، هغو کسانو چې د دې شبکو مشري کوله هغوی له تقلبي حسابونو ګټه اخیسته.

په مجموع کې ۷۸ فېس‌بوک پاڼې، ۱۱ انټرنټ‌پانې، ۲۹ ګروپونه او ۴ د انستاګرام حسابونه په روسیه کې بند شوي دي.

په ایران کې ۶ فېس‌بوک پاڼې او ۴ د انستاګرام حسابونه بند شوي دي.