د درنو واورو او سختو شمالونو له امله د سالنګ لویه لار بنده شوې ده.
د سالنګونو د حفظ او مراقبت اجرائیوي مدیر سمیعالله وليزاده ازادي راډيو ته وویل چې تېر ماښام له واورې سره تېز بادونه مل شوو چې موټر چلوونکو ته لار نهښکاري.
وليزاده زیاته کړه چې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو سر پر سر پر سالنګونو واوره ورېده.
د سالنګ د لویې لارې مسؤلین وایي چې د خلکو د سر او مال د ساتنې په هدفیې لار بنده کړې ده او ښایي نن هم بنده وي.