د ناټو دفاع وزیران او د هغوی شریکان نن په بروکسل کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د افغانستان په اړه غونډه لري.
په ناټو کې د امریکا د متحده ایالاتو دایمي استازې کې بیلي هاچیسون ازادي راډيو ته وویل چې طالبان باید د افغانستان له حکومت او نورو افغانانو سره د سولې خبرو ته چمتووالی وښیي.
هغې زیاته کړه: "موږ هیلهمن یوو چې د سولې داسې موافقه ولرو چې د بینالافغاني ډیالوګ پروسه پهکې شامله شي."
د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې به د هغو نورو هېوادو دفاع وزیران هم چې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان لري برخه واخلي.
په دې غونډه کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نیوکولاس کې هم ګډون کوي.