چین کې د کرونا ویروس له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱۱۳ ته ورسېد

ارشیف، چین کې روغتیايي کارکوونکي د یوه مړه شوي کس د لېږدولو هڅه کوي.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون تأیید کړه چې د کرونا ویروس له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱۱۳ ته رسېدلی.

دغه کمېسیون ویلي دا شمېرې تر پرون ناوخته ثبت شوي.

په دې وژونکې ناروغۍ د اخته انسانانو شمېر هم ۴۴۶۴۳ تنه ښودل شوی.

اخوا د روغتیا نړیوال سازمان «ډبلیو اېچ او» رئیس تیدروس ادهانوم پرون د سویس په جنوا کې وویل چې د نړۍ هېوادونه باید د یاد ویروس له امله د رامنځته شوي لوی ګواښ په وړاندې یوځای کار وکړي.

هغه وویل ویروسونه تر هر ترورېستي عمله زیات قوي عواقب لري.

کرونا ویروس لومړی تېر ډسمبر د چین په ووهان کې کشف شو چې په چټکۍ نه‌یوازې د چین نورو ښارونو، بلکې د نړۍ لسګونه هېوادونو ته هم وغځېد.