روحاني: د سلېماني وژل کېدو د داعش پر ضد جګړه کمزورې کړې

قاسم سلیماني

ایران وايي، د امریکا له خوا د قاسم سلېماني وژل کېدو د داعش د وسلوالې ډلې پر ضد جګړه کمزورې کړې.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د دوشنبې په ورځ وویل، سلېماني داسې یو کس و چې په منځني ختیځ کې د ثبات او ارامۍ راوستو هڅه کوله.

نوموړي دا څرګندونې په هغه وینا کې کړي چې د ایران له دولتي ټلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېدې.

د ایران د قدس ځواک قومندان قاسم سلېماني د جنورۍ په درېیمه نېټه د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په یو برید کې ووژل شو.

امریکايي چارواکي وايي، نوموړي پر امریکایانو د بریدونو پلان درلود.

خو د ایران ولسمشر ښاغلي روحاني د دوشنبې په ورځ وویل: "که چېرې قاسم سلېماني غوښتل امریکايي جنرالان ووژني دا د هغه لپاره په افغانستان، عراق او نورو ځایونو کې ډیره اسانه وه، خو د روحاني په وینا هغه داسې نه غوښتل.

د روحاني دا څرګندونې د ایران د اټومي پروګرام مشر علي اکبر صالحي غبرګې کړي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ وویل، د امریکا له خوا د سلېماني وژل کېدو په سیمه کې د داعش د وسله والې ډلې پر ضد جګړه کمزورې کړې ده.

علي اکبر صالحي په ویانا کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې یوې غونډې ته وویل، د امریکا حکومت په سیمه کې د واقعیتونو د درکولو حس نه دی پیدا کړی.

نوموړي سلېماني هغه کس وباله چې د داعش پر ضد یې د عراقي ملیشو په ودرولو کې مخکښ رول درلود.