پوروړو شرکتونو ته د کانونو او پټرولیم وزارت خبرداری

ارشیف

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې په ورځ د خپلو پوروړو شرکتونو نوملړ خپور کړ.

د دې وزارت چارواکي وايي، هغه ۴۷ شرکتونه چې د کانونو وزارت څخه پوروړي دي که په ټاکلي وخت‌یې خپل پورونه پرې نه‌کړل، عدلي او قضايي بنسټونو ته به معرفي شي.

د دې وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د دوشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی په تېر ۱۳۹۸ کال کې له پوروړو څخه شاوخوا ۲۳۳ میلیونه افغانۍ راټولې کړې دي.

ښاغلي مطفي وايي، د پوروړو شرکتونو په نوملړ کې ساختماني، د کانونو د کېندنې، د شګې او جغل او یو شمېر نور شرکتونه شامل دي.