د محمد محقق زوی باقر محقق ووژل شو

د محقق زوی باقر محقق

د ملي یوالي حکومت د اجرائيه ریاست دویم مرستیال او د افغانستان د خلکو د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق زوی باقر محقق د یک شنبه د خپل ورور لخوا په خپل کور کې په ډزو ووژل شو.

د محمد محقق زوی باقر محقق نن سهار د کابل دریمې امنیتي حوزې اړوند د سرکارېز سیمه کې خپل کور کې د خپل ورور حسین محقق لخوا په ډزو ووژل شو.

د کابل امنیه قومنداني مسوولینو د یک شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، پېښه له یوې شخړې وروسته رامنځته شوې چې د حسین محقق په ګډون محمد محقق نېږدې اته کسه نور ټپیان شوي هم دي.

د کابل امنیه قومندان سید محمد روشندل وویل:" له بده مرغه د محمد محقق د زامنو ترمنځ شخړه د دوی په خپل کور کې رامنځته شوې، چې یو ورور یې بل ورور چې باقر نومیږي وژلی، د حسین په ګډون چې د دې پېښې اصلي عامل دی اته کسه نور ټپیان دي."

د ښاغلي روشندل په خبره، د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څیړنې روانې دي.

ټپیان روغتون ته وړل شوي خو د روغتیايي وضیعت په اړه یې معلومات نشته.

په ورته وخت کې د ملي یوالي حکومت د اجرائيه ریاست دویم مرستیال او د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق په خپل فیسبوګ پاڼه لیکلي چې زوی یې حسین له جدي رواني ستونزو سره لاس او ګریوان وه او په دې وروستیو کې یې ناروغي زیاته شوې وه.

ښاغلي محقق دغه شان لیکلي چې حسین خپل ورور د خوب پرمهال وژلی دی.

هغه دا هم لیکلي: "له دې پېښې وروسته حسین پر هغه امنیتي ګاردانو هم ډزې کړي چې د دې پېښې د کابو کولو لپاره لاس په کار شوي و، چې څو تنه یې په کې ټپیان کړي او بلاخره په سیمه کې امنیتي ځواکونو پېښې کنټرول کړه او ټپیان یې روغتون ته انتقال کړل."

د دې پېښې وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې له هېواد بهر دی د ټیلفون له لارې د محمد محقق سره خپله غم شریکي څرګنده کړې.

همداراز یو شمېر سیاسي رهبرانو لکه اجرائیه ریس عبدالله عبدالله، مخکیني ولسمشر حامد کرزی او د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي د محقق کور ته ورغلي او د پېښې له امله یې تسلیت ورکړی دی.

محمد باقر محقق چې د سیاسي علومو په برخه کې لوړې زده کړې کړې وې، تېر کال د ولسي جرګې ټاکنو ته هم ځان نوماند کړی و خو بریالی نشو.

هغه له خپل پلار سره په یو شمېر بهرنیو سفرونو کې هم لیدل شوی و.