چارواکي: هلمند کې د یوې چاونې له امله ۴ پولیس وژل شوي

ارشیف

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې چاودنې ۴ پوليس وژلي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چاودنه تېر ماښام ۷ بجې شوې ده.

هغه زیاتوي، داسې ښکاري چې چاودنه د هاموې ټانګ په واسطه شوې.

ځواک د تلفاتو په اړه څه ونه ويل.

خو د پوليسو يوې معتبرې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې په دې پېښه کې ۶ پوليس وژل شوي او سرچينې د ټپيانو کره شمېره ونه ویله.

د ګرشک امنیې قومندان سمونمل محمد اسماعيل خپلواک هم رسنيو ته منلې ده چې ۴ پوليس وژل شوي دي.

په دې چاودنه کې د کابل هرات د لويې لارې يو لوی پُل سخت زيانمن شوي هم دی.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.