چارواکي: د پکتیا په ګردیز او زرمت کې ۶ طالبان وژل شوي

ارشیف

د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، چې د جمعې د ورځې په شپه د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند په ټټنک او هیبت خېلو سیمو کې ګډو ځواکونو عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې درې طالبان وژل شوي او د شاوخوا درې زره کیلو ګرامه په شاوخوا کې چاودیدونکي توکي یې نیولي.

د پکتیا ولایت مقام ویاند عبدالله حسرت همداراز د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې له زرمت سربېره نن سهار د پکتیا د مرکز ګردېز اړوند په چوڼۍ سیمه کې هوایي برید ترسره شوی، چې په پایله کې یې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د زرمت په پېښه کې وژل شوي ټول کسان ملکیان بولي.

که څه هم تر اوسه د بشر حقونو او یا کومې بلې رسمي ادارې د وژل شویو کسانو د بېګناهۍ په اړه کوم رسمي دریځ ندی اعلان کړی، خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له دې وړاندې په وار وار په هوایي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو څخه اندېښنه څرګنده کړې او د جګړې له ټولو خواو یې غوښتنه کړې چې د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی دې وکړي.