په خوست ښار کې چاودنې درې پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله.
نن د شنبې په ورځ شاوخوا لس نیمې بجې د خوست ښار د میخانیکي انسټیټوټ په خوا کې د پولیسو په رینجر موټر پسې چاودنه شوې، چې یو پولیس په کې وژل شوی او ۲ نور په کې ټپیان شوي دي.
د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل حیدر مشال راډیو ته وویل، چې په دې چادنه کې د پولیسو موټر هم زیانمن شوی دی، خو ولسي وګړو ته په کې زیان نه دی رسېدلی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.