ټرافيکي پېښې غزني کې یو کس وژلی

ارشیف

د کابل کندهار پر لویه لاره د غزني په مربوطاتو کې ټرافیکي پېښې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د غزني ولایت د مطبوعاتو یو کارکوونکي اعظمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "نن سهار اته نیمې بجې د غزني ولایت د زنخان ولسوالۍ اړوند غزني دروازې ته نږدې د کابل – کندهار لویې لارې په اوږدو کې مازدا او ۳۰۴ ډوله موټرانو ترمنځ ټکر شوی دی، چې په پېښه کې یو تن وژل شوی او اووه تنه نور ټپیان دی."

ټپیان د غزني ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.

په غزني ولایت کې ډیری وخت د موټرچلوونکو بې احتیاطۍ، له ټرافیکي قوانینو څخه د سرغړونې او د سړکونو د خراب حالت له وجې دا ډول پېښې رامنځ ته کېږي.