د انترکتیکا په شمال کې هوا د سانتي ګرید په کچه اتلس اعشاریه درو ته رسیدلې ده.
په دې یخ وهلې قاره کې کله هم هوا دومره نه وه توده شوې.
تر دې مخکې د ۲۰۱۵ میلادي کال په مارچ کې په انترکتیکا کې تر ګردو توده هوا اوولس اعشاریه پنځه درجې د سانتي ګرید ثبت شوې وه.
په انترکتیکا کې د تودوخي نوې ثبت شوې درجه د پنجشنبې په ورځ د ارجنټاین یوه څېړنیز مرکز خپره کړه چې تر اوسه د هوا پیژندنې د نړیوال سازمان له لورې نه ده تائید شوې.
دغه سازمان وایي چې په تېرې نژدې نیمې پیړۍ کې د انترکتیکا هوا نژدې درې درجې ګرمه شوې ده.