چارواکي: هرات کې د ځانګړې قطعې قومندان په تېروتنه وژل شوی

ارشیف

د هرات د پولیسو د ځانګړې عملیاتي قطعې قومندان څارمن احمدشاه جلالي پرون د فبرورۍ په ۷مه ، ووژل شو.

د هرات د والي ویاند، جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې پر څارمن احمدشاه جلالي پرون ماښام،د امنیتي تلاشي له یوې پوستې د تېرېدو په وخت کې په تېروتنه کې ډز شوی دی.

جېلاني فرهاد وايي، د هرات والي دا پېښه غندلې او په دې اړه د څېړنې لپاره یې یو پلاوی ګومارلی دی.

د هرات د والي ویاند وویل چې د پولیسو دا قومندان په شخصي موټر کې سپرو و او د هرات ښار د دولسمې ناحیې د نو اباد په سیمه کې وژل شوی دی.