امریکا: افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی

د کوکنارو کرونده- ارشیف

د امریکا حکومت په یوه نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې تېر کال د وړم کال په پرتله د کوکنارو کښت کم شوی دی.

دا راپور د سپینې ماڼۍ له خوا د نشه يي توکو د کنټرول د پالیسي دفتر پرون، د فبرورۍ په ۷مه، خپور کړی دی.

په راپور کې لیکل شوي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۸ میلادی کال کې پر ۲۲۱ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو خوپه ۲۰۱۹ میلادي کال کې د کښت اندازه ۱۶۰ زره هکټارو ته را کمه شوې وه.

خو د خالصو اپیمو تولید ۲۱ فیصده زیات شوی دی.

د سپینې ماڼۍ د دې ځانګړي دفتر په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۶۷۰۰ ټنه اپیم تولید شوي دی.

په راپور کې ویل شوي چې په مارکېټ کې د اپیمو د نرخ د ټیټېدو له امله د کوکنارو کښت کم شوی خو د ښې هوا او ښه کښت له امله د خالصو اپیمو تولید زیات شوی دی.

د نشه يي توکو کاروبار په افغانستان کې د جګړې د تمویل اساسي لاره بلل کېږي.

د غربي رسنیو په حواله، وسله وال طالبان د کوکنارو د کښت او د نشه يي توکو د قاچاق له لارې ډېرې پيسې تر لاسه کوي.

د افغانستان حکومت تر اوسه د سپینې ماڼۍ د راپور په اړه څه نه دي ویلي.