پوتین او لوکاشینکا له واشنګټن سره د بیلاروس پر تودو اړیکو غږېدلي

د روسیې ولسمشر پوتین او د بیلاروس ولسمشرلوکاشینکا.

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پرون د فبرورۍ په ۷مه، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل.

د رپوټونو په حواله، پوتین اولوکاشینکا پر منسک د اقتصادي فشار د زیاتېدو او همدا راز د واشنګټن لور ته د بیلاروس د اړیکو د ګرمېدو پر شرایطو خبرې کړې دي.

پوتین او لوکاشینکا د روسیې په تفریحي ښارګوټي سوچي کې سره کتلي دي.

لوکاشینکا تر دې کتنې مخکې خپل هېواد ته د روسیې د خامو تېلو د واردولو په اړه شکایت کړی و.

د روسیې خام تېل د بیلاروس د اقتصاد ستن ده.

خو د ورځې په پای کې د پوتین د دفتر رئیس دیمیتري کوژاک وویل چې روسیه بیلاروس ته یوازې په نړیوال مارکېټ کې د ورځې په نرخ تېل ورکولائ شي.

خو ویې ویل چې له لوکاشینکا سره موافقه شوې چې سږکال به ګاز د تېر کال په نرخ ورباندې خرڅوي.