جوزجان کې چاودنې دوه کوچنیان وژلي

ارشیف

د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالي کې د ماین په چاودنه کې دوه کوچنیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان د امنیې قومندان عبدالواحد وجدان پرون ازادي راډيو ته وویل چې خپلوانو یې ټپي کوچنیان روغتون ته انتقال کړي دي.

د دوو کوچنیانو روغتیايي وضعیت ډېر خراب وو او پر لاره يې سا ورکړه او درې نور په ورغتون کې تر درملنه لاندي دي.

د جوزجان امنیه قومندان د دې پيښې په تړاو وویل چې طالبانو مخکې د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ پر لارو ماینونه فرش کړي وو چې له هغه راهيسي دا سیمه له ماینونو نه ده تصفیه شوې.

درزاب ولسوالي څلور میاشتې مخکې د طالبانو لاس ته ولوېده او تر اوسه هلته ماینونه ښخ دي او نه دي خنثی شوي.