پولیسو تخار او بغلان کې د نشه يي توکو قاچاق په تور ۵ کسان نیولي

ارشیف

د تخار ولایت چارواکي وايي چې درې کسان یې له پنځه ویشت کیلوګرامه تریاکو او چرسو سره نیولي دي.

د چارواکو په وینا، دا نشه يي توکي په دوو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو.

له بلې خوا د بغلان پولیسو د پنځه کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تور د دوو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د بغلان ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وویل چې دا نشه يي توکي يې له بلخ څخه کابل ته قاچاق کول.

بغلان په افغانستان کې د نشه يي توکو د قاچاق له لارو یو ګڼل کېږي.

د بغلان چارواکي ادعا کوي چې ډېری نشه يي توکي چې له دې لارې قاچاق کېږي، کشف او نیول کېږي.