بحرین کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی نیول شوی

د پاکستان او بحرین حکومتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه لوړپوړي غړي عبدالله ننګیال پر ټويټر پاڼه تایید کړې چې انټرپول د دوی یو فعاله غړی ګیلامان وزیرستانی په بحرین کې نیولی دی.

ده انتقاد کړی چې د پاکستان حکومت په بهر کې هم د پي ټي ایم غړي د نیولو لپاره هڅې کوي.

د پاکستان او بحرین حکومتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مسوول وايي چې د "جعلي قضیو" پر وړاندې به یې قانوني مبارزه روانه وي.

دا خبره د یاد غورځنګ یوه مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ نن پر خپله ټويټر پاڼه لیکلې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او څو نور نږدې ملګري یې د پاکستان د قوانینو د ماتولو او پر ادارو د تور پوري کولو په قضیه کې په زندان کې شپې ورځې تېروي.