چارواکي: بلخ کې ۷ طالبان وژل شوي

ارشیف

۲۰۹ شاهین قول اردو وايي چې د طالبانو تش په نوم ولسوال ملا جابر په بلخ ولایت کې له شپږو ملګرو سره یې په هوايي برید کې ووژل شو.

دې قل اردو نن یوه خبر پاڼه خپره کړې چې وايي دا حمله تېره شپه په چمتال ولسوالي کې وشوه.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د نظامي عملیاتو پر مهال د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ یو شمېر کلي د طالبانو له حضوره تصفیه شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.