چارواکي: سرپل کې ۳ ښځې وژل شوي

ارشیف

په سرپل کې په جلا جلا پېښو کې درې ښځې وژل شوي دي.

د سرپل د امنیې قومندان علام جیلاني ابوبکر د پنجشنبې په ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "د سرپل ولایت په پنجشیر کلي کې، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ خورو ورو ډزو کې له بده مرغه د فرزانې په نوم یوه 17 کلنه نجلۍ وژل شوې ده."

د ښاغلي ابوبکر په وینا یو بله میرمن د سرپل د مرکز اړوند په "بیش باغ " کلي په وهلو ډبولو وژل شوې ده.

همدارنګه د یوې دریېمې میرمنی مړی د "کورک عربیه" په سیمه کې موندل شوی دی.

د سرپل د امنیې قومندان وايي، د دې پېښو په اړه څیړنې دوام لري.