عراق کې د اعتراض کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالو امریکا غوسه کړې

ارشیف

د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير وايي واشنګټن په عراق کې د مظاهره چيانو په وړاندې د شوي تاوتريخوالي له کبله په غوسه دى.

که څه هم په لومړيو کې پاپوليست الصدر د دغو مظاهرو ملاتړ کاوه، خو په وروستيو څو ورځو کې يې له دغو مظاهره چيانو خپله لار جلا کړې او محمد توفيق علوي يې تاييد کړى، چې په وروستيو کې د عراق د صدراعظم په توګه ټاکل شوى دى.

مقتصدا الصدر مخکې ويلي وو، د عراق په چارو کې د هر ډول بهرنۍ مداخلې مخالفت کوي او ځان يې په وروستيو مياشتو کې هغو ګوندونو ته ډېر نږدې کړ، چې ايران يې ملاتړ کوي.

ايران د عراق پر ډېرى شيعه وګړو پراخ نفوذ لري او په عراق کې د پياوړو ملېشه ډلو ملاتړ کوي.

د عراق په صدر ښار کې دا د خپل ډول له مخې وروستۍ خونړۍ شخړې دي.

د حکومت ضد مظاهره چيان له څو مياشتو راهيسې په عراق کې د بهرنۍ مداخلې پاى ته رسېدل غواړي.

دوى د هغه څه چې له قدرت څخه د بانفوذه کسانو ليرې کولو هڅه ده، پاى ته رسېدل هم غوښتي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو په اعلاميه کې ويلي د تېر کال له اکتوبر مياشتې راهيسې سوله ييز مظاهره چيان لارو کوڅو ته راوتلي او په حکومت کې د اصلاحاتو غوښتنه لري.

د پامپيو په خبره، دغه مظاهره چيان ګواښل شوي، سخت تاوتريخوالى او سختې حملې ورباندې شوې دي.

پامپيو په خپله اعلاميه کې ويلي چې د دغو مظاهرو پر مهال تر ٦٠٠ زيات کسان وژل شوي او په زرګونو نور ټپيان شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د عراق له حکومته غوښتنه کړې چې په نجف او نورو ښارونو کې ژر تر ژره له ملېشه وو، اوباشانو او نورو ډلو سره حساب کتاب وکړي، چې د عراق د هغو وګړو په وړاندې يې حملې کړي، چې د خپل حق لپاره سوله ييزې مظاهرې کوي.