د امریکا په ایوا کې د ډیموکراټانو له ډلې "پیټ بوټیجیج" ټاکنې ګټلي

پیټ بوټیجیج

د متحده ایالتونو په ایوا ایالت کې د ولسمشرۍ کاندیدۍ ته د ډیموکراټانو په خپل منځي ټاکنو کې د یو واړه ښار پخوانی ښاروال پیټ بوټیجیج په کم توپیر ګټونکی اعلان شوی دی.

پیټ بوټیجیج چې د انډیانا ایالت د سوت بینډ ښار پخوانی ښاروال دی، په ایوا ایالت کې یې 26 عشاریه دوه رایې اخیستې او له سناتور بیرنی سنډرز چې په همدې ایالت کې 26 عشار یوه رایې اخیستې مخکې دی.

سناتورې ایلیزابیت وارن په سلو کې اتلس رایې او پخوانی مرستیال ولسمشر جوبایډن ته بیا 15عشاریه اته رایې شمېرل شوې دي.

پیټ بوټیجیج چې یو کال مخکې د امریکا کې په ملي کچه نه پیژندل کیده دا نتایج ” حیرانونکې بریا “ بللې ده.

هغه اته دیرش کلن دی او لومړنی څرګند همجنس ګرا دی چې د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره د ګوند په خپل منځي انتخاباتو کې لومړنۍ بریا ترلاسه کوي.

په ایوا ایالت کې د امریکا د ډیموکراټ ګوند د خپل منځي ټاکنو دا ری ورکول د فبروري په 3مه ترسره شوي و خو د تخنیکي ستونزې د شک له کبله د رایو بیا شمېرنه وشوه او نتایج د جمعې په ورځ ناوخته اعلان شول.

له 1996 میلادي کال راهېسې چې د ډیموکراټ ګوند هر کاندید په ایوا ایالت کې انتخابات ګټلي هغه د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په وروستي پړاو کې د ډیموکراټ ګوند د کاندید په توګه بریالی شوی دی.