د اوکراین پولیسو پرون د فبرورۍ په ۶مه، ویلي چې یو سړی یې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبریالې هلېنا تریشچوک موټر ته د اور اچولو په تور نیولی دی.
د هلېنا تریشچوک موټر ته د جنورۍ په ۲۹مه نېټه د اوکراین په لفیف ښار کې اور اچولی شوی و او په بشپړ ډول تخریب شوی و.
د ازادې اروپا راډیو د اوکراینۍ برخې او د اوکراین د ملي ټلوېزون د ګډ پروګرام سکیم جوړونکو ویلي چې نیول شوی وګړی په خټه اوکراینی دی.
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ارسن اواکوف تر دې مخکې پر ټوېټر لیکلي و چې د پېښې په تړاو د ملدوا یو وګړی نیول شوی دی.