رومانیا کې د نوي حکومت د جوړېدو هڅې

د رومانیا صدراعظم لودویک اوربان

د رومانیا ولسمشر کلاوس یوهانیس د هغه هېواد له صدراعظم لودویک اوربان څخه چې د کار موده یې پای ته رسېږي، غوښتنه کړې چې نوی حکومت جوړ کړي او په دې ډول له وخته مخکې ټاکنو ته یو ګام ور نږدې شي.

د لودویک اوربان حکومت چې د سوشیل دیموکرات او د هنګري توکمو سیاستوالو ګوند یې وړاندیز کړی و، له کيڼ اړخي اپوزېسیون څخه د باور رایه تر لاسه نه کړه او ماته یې وخوړه.

د رومانیا ولسمشر پرون، د فبرورۍ په ۶مه ، اعلان وکړ چې له اوربان څخه یې د نوي حکومت د جوړولو غوښتنه کړې ده.

اوربان او یوهانس ویلي چې له وخته مخکې انتخابات باید وشي.

په رومانیان کې یوازې ولسمشر د دې صلاحیت لري چې پارلمان لغو کړي خو په هغه صورت کې چې په شپېتو ورځو کې د نوې حکومت د جوړولو لپاره دوه واره هڅې ناکامې شي.