د قومندان غوربندي د وژنې په اړه څېړونکي پلاوي خپل کاري جزئیات ارګ ته ورکړي

د جمعیت اسلامي ګوند پخوانی قومندان عبدالستار غوربندي

ارګ وایي چې په پروان کې د جمعیت اسلامي ګوند د پخواني قومندان عبدالستار غوربندي د قتل په اړه څېړونکي پلاوي د خپل کار جزئیات پرون، د فبرورۍ په ۶مه، ولسمشر ته وړاندې کړل.

د ارګ په خبرپاڼه کې د څېړنو جزئیات نه دي په ډاګه شوي.

خو په خبر پاڼه کې لیکل شوي چې هغه معلومات چې په څېړنه کې ترلاسه شوي، په نږدې وخت کې له خبریالانو سره شریکوي.

د ملي امنیت ریاست په دې اړه خبرې نوی خبرې نه دي کړې.

د ملي امنیت ریاست یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې عبدالستار غوربندی چې په امر ستار مشهور و، د روان میلادي کال د جنورۍ د شپږمې په شپه، د کابل په خېرخانه مېنه کې د ( ۹۹۹ ) ضربتي قطعې په عملیاتو کې ووژل شو.

راپورونه وايي چې په دې پېښه کې د عبدالستار غوربندي تر څنګ څلور نور وګړي هم وژل شوي دي.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر محمد اشرف غني سپارښتنه کړې چې د عبدالستار غوربندي د قتل په اړه د څېړونکي پلاوي د کار پایلې د ملي امنیت له عمومي ریاست او د کورنیو چارو له وزارت سره شریکي شي او د عدالت د تامین لپاره باید عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

د افغانستان د یو شمېر کورنیو رسنیو په حواله، عبدالستار غوربندي تورن و چې غیر مسئول وسله وال یې درلودل.

غوربندي د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ډلې ملاتړ کړی و.

د دې ډلې مرستیال، امرالله صالح د غوربندی د جنازې په مراسمو کې وویل چې غوربندي د یوې پېچلې دسیسې له مخې وژل شوی او ولسمشر یې په اړه هېڅ ډول معلومات نه درلودل.