د بیتالمقدس په مرکز کې ۱۴ کسان نن هغه مهال ټپیان شول چې یو کس خپل موټر د بسونو په یوه تمځای کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه وروست.
دا پېښه د ښار په هغه سیمه کې شوې چې خلک د شپې پهکې ګرځي او ډېر رستورانټونه او بارونه پهکې دي.
اسرائیلي چارواکو د دې پېښې په اړه د احتمالي ترورېستي پېښې په توګه تحقیقات پیل کړي دي.
د یوه سیمهییز روغتون بېړنۍ څانګې نن پنجشنبه وویل چې په ټپیانو کې د یوه تن حالت نازک و، خو پاتې کسان له علاج وروسته رخصت شوي دي.د اسرائیلو د پولیسو یوه ویاند وویل، پولیسو وروسته له دې چې دې موټر خلک لاندې کړل او بیا وتښتېد، اقدام وکړ.