چارواکي: کندهار او هلمند کې ۳۳ وسله‌وال وژل شوي

د افغان امنیتي ځواکونو یو سرتېری د عملیاتو پر مهال.

د کندهار ولایت په میوند او ښورابک ولسوالیو کې ۲۸ تنه وسله‌وال مخالفین د افغان ځواکونو په یوه کمين او د نړيوالو ځواکونو په هوايي حملو کې وژل شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادی رادیو ته وویل، تېر ماښام په ښورابک ولسوالۍ کې يوه ډله وسله‌وال چې غوښتل‌يې د دې ولسوالۍ په مرکز کې د امنیتي ځواکونو پر قرارګاه بريد وکړي د افغان ځواکونو له کمين سره مخ شول چې په پايله کې يې ۱۱ وسله‌وال وژل شوي او پر پاتو نورو وروسته نړيوالو ځواکونو هوایي بريد کړی چې له امله‌یې ۷ نور وسله‌وال هم وژل شوي او شپږ ټپيان شوي دي.

ښاغلی بارکزی زیاتوي: "په برید کې ۱۱ وسله‌وال طالبان ووژل شول او وروسته بیا د غوڅ ملاتړ هوايي ځواکونو پر دښمن بمباري وکړه چې په هغه کې هم ۷ کسان ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول."

بل‌خوا ۲۰۵ اتل قول اردو په یوه بیان کې وايي چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې پرون ۱۰ تنه وسله‌وال په یو هوايي برید کې ووژل شول.

د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي په هلمند ولایت کې په دوو هوايي حملو کې پنځه تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.دغه وزارت زیاتوي چې د ملي اردو ځواکونو د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې هم عملیات کړي چې په ترڅ کې یې پنځه طالبان نیول شوي دي.