د لغمان بزګران: د مني اصلاح شوي تخمونه ژمي کې راکړل شول

وېشل شوي تخمونه داسې اصلاح شوي چې بزګران کولای شي، تر یو نیم کال پورې يې وساتي او بیا یې وکري.

د لغمان ولایت یو شمېر بزګران انتقاد کوي چې افغان حکومت داسې مهال د غنمو اصلاح شوي تخمونه ورکوي چې د کرکېلې وخت‌یې تېر وي.

دوی وايي دا تخمونه چې دوا هم ورباندې وهل شوې وي، د خوراک وړ نه‌وي او بل کال ته‌یې کرل شکمن وي.

دوی وايي: "زه اسدالله د بدې اباد د سیمې بزګر یم، حکومت اصلاح شوي تخمونه داسې مهال راکړي چې د کرنې وخت‌یې تېر شوی، بل وخت لپاره دې په خپل وخت راکړي."

"ایمل الکوزی یم، حکومت ناوخت اصلاح شوي تخمونه راکړل، اوس نه دې کرلو وخت دی، نه هم ورنه د خوراک استفاده کېږي، ځکه دوا پرې وهل شوې."

که څه هم د لغمان د کرنې ریاست په دې اړه څه نه‌وايي، خو د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې اصلاح شوي تخمونه د راتلونکي کال او پسرلي موسم کې د کرنې لپاره وېشل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، وېشل شوي تخمونه داسې اصلاح شوي چې بزګران کولای شي، تر یو نیم کال پورې يې وساتي او بیا یې وکري.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې روان کال‌یې په ټول افغانستان کې ۱۰ زره ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه بزګرانو ته وېشلي دي.