په افغانستان کې ۳۰ زره جریبه ځمکه کې بڼونه جوړېږي

په بغلان کې د مڼو یو بڼ

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په روان ۲۰۲۰ میلادي کال به په بېلابېلو ولایتونو کې شااوخوا ۳۰ زره جریبه ځمکه کې نوي بڼونه جوړ شي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال په یو شمېر ګرمسېرو ولایتونو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی.

هغه زیاته کړه: "په ګرمو ولایتونو کې د مثمرو نیالګیو د کېنولو کمپاین پيل شوی او ټاکل شوې چې د حوت تر ۱۵مې دوام وکړي او وروسته به دغه کمپاین په سړو ولایتونو کې پيلېږي."

نوموړی زیاتوي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې روان کال شااوخوا ۲۰ میلیونه مثمر نیالونه په بزګرانو ووېشي.

د ښاغلي رستمي په خبره، په دغو مثمرو نیالونو کې مڼې، زردالو، انار، ګېلاس، ناک، شفتالو، انځر او ستروس نیالګي شامل دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو په اساس چې تېر کال هم په شااوخوا ۳۰ زره جریبه ځمکه کې د تازه مېوو بڼونه جوړ شوي دي.