کاناډا له تهرانه وغوښل چې د هغې اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکې تور بکس فرانسې ته د څېړنو لپاره واستوي چې ایراني ځواکونو په ډزو رانسکوره کړې او ټوله سورلۍ یې ووژل شوه.
د کاناډا د بهرنیو چار وزیر فرانسوا فیلیپ پرون چهارشنبه له خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف سره په ټیلیفوني تماس کې د دغې پېښې په اړه د بشپړې، باوري او شفافې څېړنې د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
ایراني چارواکو په پیل کې له دې ډډه کړې وه چې اوکراینۍ بوینګ ۷۳۷ الوتکهیې په ډزو نسکوره کړې، خو وروستهیې دا ومنله چې سهواً یې هغه په ډزو ویشتې ده.
دغه الوتکه چې د جنوري په اتمه د تهران د خمیني له هوایي ډګره الوتې او اوکراین ته په لاره وه، له څو دقیقو الوتنې وروسته تهران کې راغورځېده او ټوله ۱۷۶ سورلۍ یې ووژل شوه.
کاناډا ویلي چې ۵۷ قربانیان د کاناډا اتباع ول او ۲۹یې هم په دې هېواد کې د اوسېدو دایمي اجازه لرله.
د ایران د ملکي هوایي چلند د ادارې چارواکو د تېرې سې شنبې په ورځ وویل چې له نورو هېوادونو سره به د دې پښې د څېړلو په برخه کې ګډ کار ته ادامه ورکړي، خو دغو چارواکو تر اوسه د نسکورې شوې الوتکې په تور بکس کې ثبت شوي معلومات نهدي خپاره کړي.