پاکستاني لاریو ته افغانستان ته د داخلېدو اجازه نه‌ورکول کېږي

تورخم بندر ته نږدې لارۍ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوې خونه وايي، په تورخم بندر کې پاکستاني لاریو ته د روډ پاس د نه‌درلودلو له امله افغانستان ته د داخلېدو اجازه نه‌ورکول کېږي.

د دغې خونې ویاند جان اقاد نوید نن ازادي راډيو ته وویل، افغان حکومت چمتو دی چې دوی ته روډپاسونه ورکړي او پاکستانۍ لارۍ باید حتماً روډ پاس ولري.

ښاغلی نوید وايي: "دا چې دوی له افغان موټرو د روډ پاس غوښتنه کوي، افغان حکومت هم تصمیم نیولای چې پاکستاني لارۍ دې افغانستان ته د راتګ روډ پاس واخلي چې روډ پاس واخلي ستونزه حل ده."

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې افغان حکومت له تېرو دوو ورځو دا پرېکړه کړې.

د دغه وزارت ویاند سمیر رسا ازادي راډیو ته وویل، له پاکستاني لوري سره په خبرو بوخت دي، څو پاکستاني موټر چلوونکي افغانستان ته د داخلېدو روډ پاس ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دا اقدام‌یې له افغان لاریو د پاکستان د روډ پاس د غوښتنې په بدل کې کړی، که پاکستانۍ لارۍ روډ پاس ترلاسه کړي، افغانستان ته داخلېدو اجازه به ورکړي.