ټرمپ: له افغانستانه خپل عسکر باسو

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ کانګرس ته د کلنۍ وینا پر مهال.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ټينګار وکړ چې له افغانستانه خپل عسکر باسي.

ټرمپ دا خبره نن کانګرس ته په کلنۍ وینا کې وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې غواړي په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه ختمه کړي او نه‌غواړي چې لکونه کسان ووژني چې اکثر یې بې‌ګناه دي.

ټرمپ یادونه وکړه چې د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

ټرمپ تر افغانستان مخکې له ترهګرۍ سره مبارزه یاده کړه او ټینګار یې وکړ چې که ترورېستان هر ځای امریکایان وګواښي له‌منځه به یوړل شي.