د امریکا سنا پر ټرمپ د لګېدلو تورونو په اړه رأی‌گیري کوي

د امریکا سنا

تمه ده چې د امریکا سنا به د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح په دوام نن پر نوموړي د لګېدلو تورونو په اړه رأیې ورکړي.

په سنا کې د اکثریت جمهوري غوښتونکو مشر میچ مک‌کانل د ولسمشر ټرمپ د استیضاح لپاره د ډیموکراتانو پر هڅو انتقاد وکړ او دا یې د تاریخ تر ټولو غیر عادلانه اقدام وباله.

مک‌کانل له سناتورانو وغوښتل چې د ټرمپ د برائت لپاره رایې ورکړي.

دی زیاتوي: "موږ د استازو جرګې له‌خوا له صلاحیت څخه د ناوړه استفادې د رد لپاره باید رایې ورکړو. باید د بنسټونو د خوندي کولو او د هغه څه د مخنیوي لپاره رایې ورکړو چې زموږ د اساسي قانون اصول زیانمنوي. زه له خپلو همکارانو غواړم چې له دې تورونو د ولسمشر د برائت لپاره رایې ورکړي."

ډیموکرات سناتور چک شومر په پرونۍ غونډه کې تور ولګاوه چې مک‌کانل او ملګري یې غواړي د ټرمپ پر ناسمو کارونو پرده واچوي.

هغه وویل چې پر ټرمپ لګېدلي تورونه ډېر جدي دي، خو د ده په وینا د ټرمپ اداره او جمهوري غوښتونکي حقایق پټوي.

ټاکل شوې چې د امریکا په سنا کې به نن ناوخته د ولسمشر ټرمپ په استیضاح کې د شاملو دوو تورونو په اړه رایې واخیستل شي.