د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې د دې سازمان غړي هېوادونه له سوریې او عراق وروسته د افغانستان د جګړې له کبله خورا زیات اندېښمن دي.
دې کارپوهانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ځینو احصائیو له مخې په افغانستان کې د ترورېزم قربانیان د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله زیات دي.
راپور زیاتوي چې القاعده او له دې شبکې سره تړلي بهرني جنګیالي چې طالبانیې ملاتړ کوي، د افغانستان لپاره اوږدمهالی ګواښ دي.
اسلامي دولت، داعش بله ترورېستي ډله ده چې په راپور کې د افغانستان لپاره لوی خطر بلل شوی دی.
دې ډلې که څه هم په ننګرهار ولایت کې چې اصلي مرکز یې بلل کېده لویه ضربه ولیدله، خو د ملګرو ملتونو د کارپوهانو راپور وايي، داعش ډلې پخوا ثابته کړې چې ارتجاعي خاصیت لري، نو ځکه لاهم جدي ګواښ دی.