د خبریالانو د ملاتړ نړیوالې کمېټې له ایراني چارواکو غوښتي چې د درېیو رسنیو پر اډېټرانو د سپکاوي او ناسمو خبرونو د خپرولو لګول شوي تورونه لیرې کړي.
د ایران د قضا اړوند میزان خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د رسنیو محکمې، د یکشنبې په ورځ د نیمه دولتي خبري اژانس ایسنا، د بولتننیوز خبري وېبپاڼې او د نفتيما "NeftEMA" په نوم د انرژۍ د خبري وېبپاڼې اډېټران، په سپکاوي او د ناسمو خبرونو په خپرولو مجرم وپېژندل.
د خبریالانو د ملاتړ نړیوالې کمېټې «CPJ» د منځني ختیځ او شمالي افریقا د څانګې مشر شریف منصور پرون سې شنبه په یوه بیان کې وویل، که د ایران حکومت د دې ژورنالېستانو د تورنولو لپاره کره اسناد لري، نو هغوی باید په علني ډول محاکمه کړي.
ښاغلی منصور وايي، د بندو دروازو شا ته د خبریالانو محاکمه بېپرې او عادلانه محاکمه نهشمیرل کېږي.
نوموړی زیاتوي چې د ایران قضا پخوا تر دې هم د غیر عادلانه محاکمو سوابق لري.
میزان وېبپاڼې او د ایران د رسنیو محکمې پر دې درېیو اډېټرانو د لګېدلو تورونو او د هغوی د احتمالي سزا جزئیات نهدي افشا کړي او دا هم نهده معلومه چې ایا دا کسان توقیف شوي کنه.