کابل کې د ترکیې سفیر له جنرال دوستم سره لیدلي

په کابل کې د ترکیې سفیر د ولسمشر له لومړي مرستیال سره د لیدنې پر مهال.

په کابل کې د ترکیې سفیر پرون د ولسمشر له لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم سره وکتل.

اوغوزخان ایرطغرل پرون د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې له جنرال دوستم سره تر کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې خبرې وکړې.

ښاغلي ایرطغرل له ښاغلي دوستم سره د خبرو جزئیات روښانه نه‌کړل، خو ویې‌ویل: "د یوه ډیپلومات په صفت رسم دا دی چې هر ولایت ته چې ځم، نو لومړی د هغه ولایت د مشرتابه لیدو ته ورځم ځکه دلته مې هم لومړی له جنرال دوستم سره وکتل."

ایرطغرل همداراز په نږدې راتلونکي کې په هرات ولایت کې د ترکیې د قونسلګرۍ د فعالیت د پیلولو خبر هم ورکړ.

له نوموړي مخکې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکات مېلر او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم له ښاغلي دوستم سره په شبرغان کې د بندو دروازو شاته کتلي وو.