ټرمپ کانګرس ته وینا د حکومت د لاسته راوړنو په منعکسولو پیل کړه

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ کانګرس ته د وینا پر مهال.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن شپه په کانګرس کې خپله کلنۍ وینا د حکومت د لاسته راوړنو په منعکسولو پیل کړه.

ښاغلي ټرمپ وویل چې د ده تر ادارې لاندې په امریکا کې زیاتو خلکو ته دندې پيدا شوي، غریبي له دې هېواده په ورټولېدو ده او هر څه ښه شوي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړې: "زه خوشحاله یم چې نن شپه تاسو ته راپور درکوم چې زموږ اقتصاد تر بل هر وخته په یوه ډېر غوره حالت کې دی. زموږ پوځ په بشپړه توګه رغول شوی. توان‌یې د نړۍ له بل هېڅ ځای سره نه‌شي مقایسه کېدای او ان نور ورته نږدې هم نه‌دي. زموږ سرحدونه خوندي دي. کورنۍ مو ښېرازه دي. ارزښتونه مو تجدید شوي. درناوی مو پر ځای شوی. د دغو ټولو لپاره زه خپلو خلکو او د کانګرس ټولو غړو ته وایم چې زموږ هېواد تر بل هر وخته ډېر غښتلی شوی."

د امریکا ولسمشر وویل چې د هېواد دښمنان‌یې په تېښته دي او د امریکا راتلونکی ځلانده ښکاري.

ډونالد ټرمپ په دې وینا کې د امریکا د تېرې ادارې د ده په خبره کمزوري ټکي یاد او انتقاد یې پرې وکړ.

ټرمپ داسې وخت د کانګرس دواړو جرګو ته کلنۍ وینا پيل کړه چې دی د استازو جرګې له‌خوا په څو مواردو تورن شوی او اوس‌یې عملاً د استیضاح د محاکمې بهیر د سنا جرګې له‌خوا مخته وړل کېږي.