چچنی بلاګر عمران علیف چې د چچنیا پر مشر رمضان قدریوفیې نیوکې کولې د فرانسې په یوه هوټل کې مړ موندل شوی دی.
رمضان قدیروف په چچنیا کې د کرملېن لهخوا ټاکل شوی دی.
د فرانسې خبري اژانس پرون د فبرورۍ ۳مه، ناوخته وویل چې ۴۴ کلن عمران علیف څو واره په چړې وهل شوی دی.
هغه په بلجیم کې ژوند کاوه، خو د جنورۍ په ۲۹مه له یوه بل سړي سره چې هغه هم چچنی و، فرانسې ته تللی و.
د هغه مړی د جنورۍ په ۳۰مه د فرانسې په لیلي ښار کې په یوه هوټل کې پیدا شوی دی.