د بدمېنتون نړیوالو سیالیو کې د افغان لوبغاړو ګډون

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د بدمېنتون د فجر لسیزې ۲۹ پړاو نړیوالې سیالۍ نن د ایران په شېراز ښار کې پیلېږي.

د افغانستان د بدمېنتون فدراسیون رئیسه مستوره ارزو وايي چې په دغو سیالیو کې د ګډون په هدف درې افغان لوبغاړي ایران ته تللي.

اغلې ارزو زیاته کړه چې د بدمېنتون په سیالۍ کې د ۲۰ هېوادونو ورزشکاران ګډون لري او د روانې فبرورۍ میاشتې تر ۸مه به دوام وکړي.