کانونو او پټرولیم وزارت: ۱۰۱ واړه کانونه داوطلبۍ ته وړاندې شوي

ارشیف

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې ۱۰۱ واړه کانونه‌یې داوطلبۍ ته سپارلي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي ازادي راډیو ته وویل چې په دغو کانونو کې د شګې، جغل، تعمیراتي او ودانیزو توکو کانونه شامل دي.

هغه زیاته کړه: "زموږ هدف دا دی چې څو وکولای شو هغه ظرفیت چې د ودانیزو توکو برخه کې لرو، په ښه توګه ورنه استفاده وشي او خلکو ته هم د کار زمینه چمتو کړو."

نوموړي دغه‌شان زیاته کړه، د ودانیزو توکو ۵ جوازه صادر شوي، د ۱۸ سیمو ارزونې بشپړې شوي او جواز یې صادردېدو ته چمتو دی.

د ښاغلي مطفي په خبره له دې پروژو څخه‌یې هدف د هېواد د ودانیزو توکو د را ایستنې قانوني کول دي.